AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۳ ۱۲:۴۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85496882
T T
۰ Persons

Tags

د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې رییس د منځني ختیځ د سیمه ایز فورم په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د ټولګټو چارو وزارت اعلان کړی دی، چې د ریل پټلۍ ادارې رییس او د دغه وزارت مرستیال د افغانستان په استازولۍ د منځني ختیځ د سیمه ایز فورم (UIC) په کلنۍ غونډه کې چې په اردون کې ده ګډون وکړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ټولګټو چارو وزارت نن یکشنبې د غبرګولي ۱۳ مه په یوه خببءپاڼه کې اعلان کړی دی، چې د ریل پټلۍ ادارې رییس مولوي بخت الرحمن شرافت او د دغه وزارت معین د افغانستان په استازولۍ د منځني ختیځ د سیمه ایز فورم (UIC) په کلنۍ غونډه کې چې افغانستان یې هم غړیتوب لري، په اردون ګډون وکړ.

خبرپاڼې زیاته کړې، په دې پروګرام کې د غړو هېوادونو استازو د اورګاډي د خدمتونو د معياري، ډيجيټل او الکترونيکي کولو او د نويو مخابراتي او ارتباطي سيستمونو د معرفي کولو په باب خبرې وکړې.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې پروګرام کې د غړو هېوادونو استازو په بندرونو کې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر چټکتیا او زیاتوالي، د سیسټمونو پر الکترونیکي کېدو ټینګار وکړ ویې ویل، د اورګاډي کرښې ته باید زیاته پاملرنه وشي، تر څو د هېواد په بېلابېلو بندرونو کې د اورګاډي پټلۍ په جوړولو سره د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې د ترانسپورتي اسانتیاوې برابرې شي.

د ټولګټو وزارت چارواکي زیاته کړه، هڅه کوي د هېواد په بېلابېلو بندرونو کې د اورګاډي پټلۍ په جوړولو سره د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې ترانسپورتي اسانتیاوې برابرې کړي.

د پيغام پای/

Your Comment

You are replying to: .